د آلمان فدرالي داخلې پروګرام په اړه تازه معلومات
د ۲۹ مارچ ۲۰۲۳ راهیسې افغانانو لپاره د داخلې پروګرام د ناوړه ګټې اخیستنې او د شکمنو قضیو له امله په موقتي توګه ځنډول شوې خو لا تراوسه دا پروګرام لغوه شوی نه ده
معنی دا چې راتلونکی خبرتیا پورې د آلمان ټول سفارتونه هغو اشخاصو ته چې د فایل شمیرې هم صادره شوي وی ویزې نه ورکول کیږی. له همدې امله، د جی آی زید او کابل لفتبروکی لخوا ټول لوژستیکي ملاتړ د هغو افغانانو لپاره چې د آلمان ته یی کیسونه منل شوی وي، په موقتي توګه ځنډول کیږي، په شمول د نوي ویزې وخت اخستل، ټرانسپورټی خدمات او آلمان ته چمتو شوي الوتنې. دا ځندیدل المان ته د ستاسو په کیسونو اغیزه نه کوي. او په یاد ولری چی دا مهال ستاسی سفر المان ته ناشونی ده
په آلمان کې د اړوند چارواکو په وینا، د داخلې پروګرام به ژر د امنیتي کړنلاره جوړولو او تطبیق کیدوه ورسته بیا پیل شي. دا جوته نه ده چې دا تعلیق به څومره دوام وکړي، او پروسه به کله بیا پیل شي، خو احتمال داده چی دا به څو اونۍ وخت ونیسي
مهرباني وکړئ د تازه معلوماتو لپاره د بهرنیو چارو وزارت / کورنیو چارو وزارت او اړوندو سفارتونو ویب پاڼې هم وګورئ
*دا کړنلاره یواځی د آلمان داخلې پروګرام له مخې د خطر سره مخامخ افغان اتباعو ته د ویزې په پروسه کې تطبیق کیږي او په نورو قضیو لکه د کورنۍ د بیا یوځای کیدل اغیزه نه کوي
ولې د ویزې ورکولو بهیر ځنډول شوی دی؟
د داخلی پروګرام د ځنډولو لامل ناوړه ګټه اخیستنه خودل شوی ده. د آلمان حکومت له همدې امله پریکړه کړې چې د ویزې په بهیر کې یوه نوې امنیتي کړنلاره جوړه کړي. دا روښانه نده چې دا واقعیا څه معنی لري خو د داخ پروګرام لغوه شوې نه ده
افغانستان
که تاسو د آلمان داخلیدو پروګرام ته قبولی ترلاسه کړی وی او په افغانستان کې یاست، عادي کړنلاره به دریم هیواد ته سفر او د آلمان په سفارت کې مرکه کې ګډون وی. خو اوس مهال، دا ممکنه نه ده
ایران
که تاسو د آلمان داخلی پروګرام ته قبولی ترلاسه کړی وی او په ایران کې یاست، عادي کړنلاره به د آلمان په سفارت کې په مرکه کی کډون وی. خو اوس مهال مرکه کول ممکنه نه ده
پاکستان
که تاسود آلمان داخلیدو پروګرام ته قبولی ترلاسه کړی وی او په پاکستان کې یاست، عادي کړنلاره به د آلمان په سفارت کې په مرکه کی کډون کول وی. خو اوس مهال په سفارت کی مرکه کول ممکنه نه ده.